پینډي 07 جنوری (اے پی پی)امنيتي ځواكونو درې ??لا ??لا آپرېشنز په مهال 19 ترهه ګر وژلي دي ٬دغسې د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ 3 ځوانان شهيدان شوي دي ۔د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو د 6 او 7 جنوري 2025 په مهال پ?? خېبرپښتونخوا كښې درې ??لا ??لا كاروائي كړې دي ۔د خوارج د ش??والي په اطلاع امنيتي ځواكونو د پیښور په متنو سيمه كښې د انټيليجنس په بنياد يو آپرېشن وكړو ۔په دې مهال د خوارج اډې په موث?? انداز په نخښه كړې شوې چې په نتيجه كښې يې 8 خوارج وژل شول ۔په اسخبارتي بنياد يو بل آپرېشن ضلع كرك كښې وكړے شو چرته چې امنيتي ځواكونو د خوارج اډې په نخښه كړې او درې خوارج وژل شوزل ۔د ډزو تبادلې په مهال درې اهلكار لانس حوالدار عباس علي٬ نائيك محمد نذير او نائيك محمد عثمان شهيدان شول ۔په سيمه كښې د موجودو نورو خوارجو خاتمې لپاره عمليات روان دي۔د آئي اېس پي آر وينا ده د پاكستان امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره عزم لري او زمونږ د مېړنو عسكرو دا قربانۍ زمونږ عزم لا هم قوي كوي۔